Banner

غزل: مرجان ،اظهار،

13.10.2010 10:45

, د هواد پياوړي شاعر ,کاروان صيب ، د شعر په ليکه
او کاروان ,صيب ته ډالۍ.
غزل
چي تا پرې ولمانځم د مينې توری نشته نشته
کاروانه ستا په څير ځلانده ستوری نشته نشته
د ژوند چنار مې د نفرت په اور کې وسو ځيده
چي د زړه کډه ور وړم داسې لوری نشته نشته
لوړ مو ساتلي د اسلام د عظمتو نو څلي
په دغه خاوره د ايمان کمزوري نشته نشته
لاندې پر ځمکه مو په هر قدم د مرګ ويره ده
د امن ښار کي يو د امن سيوری نشته نشته
چي په ، اظهار، يې د ظالم د غرور ملا ماته کړه
افغان يې و ګنه ترې بل سرزوری نشته نشته


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.